د داخل خدمت ښوونکو او اداري کارکوونکو فراغت غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۱۹
32

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت په همغږۍ، د سیدجمال الدین افغان د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا مرکزي زون آمریت لخوا، د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د داخل خدمت( ۱۲ پاس ښوونکو او اداري کارکوونکو) فراغت غونډې پرتمین مراسم، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري او مسئولینو په حضور کې ترسره شول.
لومړی د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس ګډون والو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ، د هېواد او ټولنې په هراړخیز پرمختګ کې د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او له ښوونکو یې وغوښتل چې خپل زده کړي مهارتونه په تعلیمي مرکزونو کې پلي کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس د خپلې وینا پرمهال، د ښوونکو او منسوبینو پر تحصیلي پیاوړتیا او مسلکي پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له دې لارې یې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۳۵۰۰ تنه ۱۲ پاس داخل خدمت ښوونکي او منسوبین د ۱۴ پاس په سویو فارغ کړي، تر څو په تعلیمي مرکزونو کې تعلیمي کیفیت لاپسې لوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ښوونیز او روزنیز پروګرام کې د کابل ښار ښوونځیو شاوخوا ۷۰ تنو ۱۲ پاس ښوونکو او منسوبینو ګډون کړی و، چې په دیني علومو، ساینس، ریاضي او ټولنیزو څانګو کې تر دوه کلنو زده کړو وروسته د ۱۴ پاس په سویو فارغ شول او په پای کې د پوهنې مسئولینو لخوا کډون والو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ کړ

 د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ولسوالیو د ساینس او ​​ریاضياتو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځنی علمي او مېتودولوژیکي سیمینار پیل کړ.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

په څو ولایتونو کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپونه پیل شول

د پوهنې وزارت لخوا په بامیان، دایکنډي، غور او کاپیسا ولایتونو کې، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو لپاره، د ساینس او ​​ریاضياتو ۵۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړولو ۶ ورځني او ۸. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره یو جریب ځمکه ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا په یاده ولسوالۍ کې د شهید ابوبکر لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په موخه یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS