د خوست ولایت د ښوونکو د روزنې څخه په لومړي ځل ۷۹ نجونې فارغې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۶
د خوست ولایت د ښوونکو د روزنې څخه په لومړي ځل ۷۹ نجونې فارغې شوې

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د ښوونکو د روزنې مرکز اړوند د ګېټ پروګرام څخه په لومړي ځل ۷۹ نجونې فارغې شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د خوست ولایت مقام د اساسي قانون د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه د خوست والي محمد حلیم فدايي سربېره پکې د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو د فارغو ښوونکو د کورنۍ غړو د بېلابیلو داخلي او خارجي مؤسساتو استازو، د مدني ټولنې او ولایتي شورا استازیو ګډون کړی ؤ.
مراسمو ته د عبدالله خان تڼي د عالي دارالمعلمین سرپرست رئیس بخت نور بختیار په خپلو خبرو کې وویل دغه ۷۹ نجونو ته په مرکز او دریو ولسوالیو کې د یونسیف په مالي همکارۍ د درالمعلمین په کچه د ساینس، ریاضي او پښتو ادبیاتو کې د دوه کالونو په جریان کې روزنه ورکړل شوه چې نن به تصدیق پاڼې تر لاسه کړي.
ښاغلي بختیار وویل، سږ کال د یاد دارالمعلمین د بیلابیلو څانګو څخه ۵۱۶ تنه فارغ شوي چې ۱۴۹ یې ښځینه ښوونکې دي.
د ده په وینا، د دې پروګرام هدف دا دی چې د نجونو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو ګراف لوړ کړي.
د فارغو نجونو په استازیتوب اغلي معصومې تعهد وکړ، چې د ټولنې د نورو ښځینه زده کونکو روزنې ته به دوام ورکوي او له خویندو یې وغوښتل چې زده کړو ته مخه کړي او د ناوړه رواجونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او هغه حق وغواړي، چې اسلام مبارک دین دوی ته ورکړی دی.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې وویل سږ کال په خوست کې ښوونځیو ته د نجونو زده کوونکو جذب د پام وړ ښه شوی دی یو علت یې په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو استخدام دی.
ښاغلی روښان وویل، په ځینو ولسوالیو کې لا هم د نجونو د زده کړو په برخه په متوسطه او لېسه دوره کې یو شمېر خنډونه شته خو زموږ ژمنتیا داده چې د هرې ممکنې به دغه ستونزې حل کوو، د سیمې له خلکو سره به خبرې کوو او قانع کوو به یې چې د نجونو لپاره د زده کړې د شرایطو په برابرولو کې زموږ سره همکاري وکړي.
خوست والي محمد حلیم فدایي مراسمو ته په خپله وینا کې د پوهنې ریاست وروستي فعالیتونه وستایل او په خپلو خبرو کې یې له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې خپل ماشومان خصوصاً نجونې ښوونځیو ته ولیږي او زیاته یې کړه هر چا چې په خپل زوی او لور لګښت وکړ، هغه په حقیقت کې په انساني تولیداتو پانګونه وکړه.
والي زیاته کړه، د نجونو روزنه د یو نسل روزنه ده او نن ورځ ۷۹ نجونو فارغیدل د ۷۹ نسلونو لپاره کار کول دي.
همداشان یې وویل چې موږ به د نوي کال له پیل سره سم په نهه نهویم کال کې به ۹۹ ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارو.
خوست والي وویل موږ به د ښځینه ښوونکو یوه اتحادیه جوړه کړو او دا کار به یوازې ښځینه ښوونکي پر مخ وړي او ولایت مقام به یې لګښت ورکړي.
د ولایتي شورا وکیلې اغلې نعت بي بي عمر په خپلو خبرو کې د نویو فارغو نجونو په فراغت خوښي وښوده او ویې ویل چې نجونو ته د لوړو زده کړو په برابرولو کې د ټولو مسولیت یو شان دی او ټول باید هڅه وکړو چې د خپلو زامنو په څير په لورګانو هم زده کړې تر سره کړو.
په ناسته کې د بهیر خصوصي لېسې د زده کونکو لخوا د سولې ترانې له وړاندې کولو څخه وروسته په فارغو نجونو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۶
Background image

رسنيز بلنليک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

(له شنبې څخه تر پنجشنبې، د ۱۴۰۵/۴/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې)

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمة‌الله‌علیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوم. . .

BACK TO NEWS