د بلخ ولایت مرکز اړوند «باختر عالي لېسې» لپاره یو باب اودسخونه پرانیستل شوه
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې باختر عالي لېسې لپاره، د عامو خلکو په مرسته د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت یو باب اودسخونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت یو ځل بیا د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو همکاري ستایي او د بلخ ولایت د علم دوسته خلکو له مرستو مننه کوي.
