د بادغیس ولایت پوهنې ریاست ته د عامو خلکو له لوري له ۱۱ جریبه څخه زیاته ځمکه ډالۍ شوه
د بادغیس ولایت د قادس، درهبوم، تګاب عالم، جوند ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز اړوند علمپروره اوسېدونکو له لوري، شاوخوا ۱۱ جریبه او ۷۷۵ متره مربع ځمکه، د تعلیمي مرکزونو جوړولو په موخه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محبالله احسان، په دې اړه وویل: دغه ځمکه چې ارزښت یې ۳ مېلیونه۵۳۲ زره ۵۰۰ افغانیو ته رسېږي، د پوهنې وزارت له لوري به په یادو ولسوالیو کې د مدارسو او ښوونځيو جوړولو لپاره وکارول شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د علمپالو خلکو، په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت د اوسېدونکو له لوري پوهنې ته د ځمکو د ډالۍ کولو له ملاتړ څخه هرکلی او قدرداني کوي.
