د بادغیس ولایت پوهنې ریاست ته د عامو خلکو له لوري له ۱۱ جریبه څخه زیاته ځمکه ډالۍ شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۶
ظز

د بادغیس ولایت د قادس، دره‌بوم، تګاب عالم، جوند ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز اړوند علم‌پروره اوسېدونکو له لوري، شاوخوا ۱۱ جریبه او ۷۷۵ متره مربع ځمکه، د تعلیمي مرکزونو جوړولو په موخه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان، په دې اړه وویل: دغه ځمکه چې ارزښت یې ۳ مېلیونه۵۳۲ زره ۵۰۰ افغانیو ته رسېږي، د پوهنې وزارت له لوري به په یادو ولسوالیو کې د مدارسو او ښوونځيو جوړولو لپاره وکارول شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د علم‌پالو خلکو، په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت د اوسېدونکو له لوري پوهنې ته د ځمکو د ډالۍ کولو له ملاتړ څخه هرکلی او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS