داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۶
5465

د ملي تدارکاتو ریاست د ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې (۲۰۵۸۰) ګڼې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ ۳۵ قلمه روغنیاتو، فلټرونو او انټي فریز اوبو د تدارک او پېرلو پروژې قرارداد، د ۳,۴۴۹,۴۹۷.۵ (درې میلیونه، څلور سوه نهه څلوېښت زره، څلور سوه اووه نوي اعشاریه پنځه) افغانیو په ټولیز ارزښت، د بلال عیسی‌زاده لوژستیکي او سوداګریز خدماتي شرکت ته، چې د کابل ښار د قوای مرکز په سیمه کې موقعیت لري، ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار د ده افغانانو په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS