داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۶
111

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نتایجو او شهاتنامو ریاست د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژي یو قلم جنس د تدارک او پېرودلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي، د شرطپامې اړوند سافټ کاپي ترلاسه او خپل وړاندیزونه د قراردادونو د قانون او تدارکاتي کړنلارې له شرایطو سره سم، په سرتړلي ډول د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۶ نېټې، دوشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، کوم چې په ده‌افغانان سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا هم انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین ته اړتیا نشته او د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۵/۲۶ نېټې، د دوشنبې ورځې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.

پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS