خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۴
fdcgbxc

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د شکایتونو او ستونزو د ثبت او اورېدو په اړه؛

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو، ستونزو او وړاندیزونو د ثبت اورېدو او قانوني څېړنې په موخه، د پوهنې وزارت له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کوي چې د اړتیا په صورت کې خپلې ستونزې او شکایتونه د خصوصي زده کړو ریاست د شکایتونو اورېدو له دغې شمېرې ۰۷۴۸۲۱۲۵۲۵ سره شریک کړي.
پوهنې وزارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ثبت شوي شکایتونه به د اصولو او مقرراتو له مخې په وخت وڅېړل شي او لازم اجراآت به ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS