All News
د هېواد په ولایتونو کې د دیني مدارسو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې سیالۍ پیل شوې
د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست د ځانګړي پلان سره سم، د مدارسو او دارالعلومونو د طلابو علمي کچې لوړولو لپاره، د هېواد په ولایتونو کې د "صرف او نحوې" سیالۍ پیل. . .
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د ننګرهار ولایت له تعلیمي وضعیت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یاد وزارت د مالي چارو رئیس مولوي صدرالدین سعد په ملتیا، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د خوږیاڼو ولسوالۍ. . .
په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات پرانیستل شو
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو، د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د قره باغ ولسوالۍ اړوند په نوروز خېل کلي کې د ابي ابن کعب (رضی الله عنه) دیني مدرسې لپاره د ۵۷۰ زره افغانیو په. . .
د پکتیکا ولایت الجهاد عالي لېسې ته مېزونو او څوکۍ ووېشل شوې
د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د یاد ولایت مرکز اړوند الجهاد عالي لېسې ته یې د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت ۱۴۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشلي دي.
نوموړي زیاته. . .
په فراه ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د فراه ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۳ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت چارواکو وویل: پوهنې وزارت د هېواد د. . .
د بامیان ولایت د سیمه ییزو ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره ورکشاپ جوړ شو
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د ورس ولسوالۍ اړوند سیمه ییزو ښوونځیو ۵۲ تنو ښوونکو لپاره د زده کړې کیفیت ښه کولو او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا لپاره ۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
یاد ورکشاپ. . .
په پکتیکا ولایت کې د ساینس او ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل شو
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ولسوالیو د زده کوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل کړ.
دغه سیالۍ د پلان سره سم د ساینس مرکز د علمي غړو او متخصصینو په ګډون. . .
په جوزجان ولایت کې ۳۹۴۷ تنه د سواد زده کړې په روزنه بوخت دي
د جوزجان پوهنې ریاست په ۱۴۰۴کال کې د سواد زده کړې ۱۴۵ دوره کورس پیل کړ، چې په ټولیزه توګه ۳۹۴۷ کسان په دې کورسونو کې په زده کړو بوخت دي.
د دې ادارې چارواکي وايي چې په هېواد کې د بې. . .
د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یوه ښوونځي بیارغونې پروژې څخه کتنه وشوه
د کابل ښار پوهنې ریاست چارواکو د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د عبدالرحیم غفورزي عالي لېسې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په جریان کې، د پروژې. . .
