د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي او اداري توکو مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳
5165

یو ځل بیا د یوه همکار بنسټ له لوري د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۸۱۵کڅوړو اداري او درسي توکو مرسته وشوه، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۱ زره ډالرو ته رسېږي.
په یادو مرستو کې ۱۱۶کڅوړې اداري وسایل او ۱۶۹۹ کڅوړې درسي مواد شامل دي، چې د ښوونکو لپاره ځانګړي شوي او ټاکل شوې ده د ټاکل شوې ونډې له مخې د یاد ولایت پر څه باندې ۲۸۸بابه ښوونځیو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې همدې بنسټ د تېرې یوې میاشتې په جریان کې هم د ۵۸۳ زره ډالرو په ارزښت ۶۶۹۹ ورته کڅوړې د لوګر ولایت پوهنې ریاست ته لېږلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS