د زده کوونکو د درجه بندي لایحه د پوهنې وزیر له خوا منظور او په راتلونکي میاشت کي پلي کیږی

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۵:۴۳
د زده کوونکو د درجه بندي لایحه د پوهنې وزیر له خوا منظور او په راتلونکي میاشت کي پلي کیږی

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي له خوا د زده کوونکو د درجه بندي لایحه ومنل شوه او په راتلونکي میاشت کي به پلي شي.

دا پروګرام چي نن د چنګاښ څلورمه په همدي خاطر د ښوونځیو مدیرانو سره په مرکز ساینس کي(د پوهنې وزارت یوه برخه) جوړه شوی وه ډاکتر بلخي نوموړي لایحه په دریو فصلونو او ۹ نهو مادو کي اعلان کړ.

پوهنې وزیر زده کوونکو ته د نمرو ورکولو اوسني سیستم یو غیرمنظم سیستم وباله او د ټولو زده کوونکو لپاره د وړتیا لوړوالی زمینه برابرول، د زده کوونکو د یادولو د سویي ارزیابی کول ، د درجه بندي اړوندي چاري ترتیب ، او د اصلاحاتو سیستم رامینځ ته کوول یي له خپلو مهمو اهدافو څخه یاد کړل.

د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس عظیم کربلايي هم په دي پروګرام کي د ښوونځیو مدیرانو د پوښتنو ځوابولو ترڅنګ د زده کوونکو نمرو درجه بندي په تړاو وویل چي د روان کال د څلورنیمو میاشتو آزمویني نه وروسته یاده لایحه په ڼولو ښوونځيو کي د پلي کیدو وړ ده.

د یادوني وړ ده چي د درجه بندي چوکاټ د پوهنې وزیر له منظوري څخه وروسته پلي کیږي.او زده کوونکو نمري به د ټولو نمرو د منځني کچي پر بنسټ له (الف، ب، ج، د، ه) درجو څخه ورکول کیږی.

د یادولو وړ ده چي د دي لایحي په چوکاټ کي د زده کوونکو د حاضري سیستم هم تغیر کوي او د حاضري نوملړ به د الفبا حروفو په اساس ترتیب کیږي.

همدارنګه د دي لایحي حکمونه به په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کي پلي کیږی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS