د پوهنې وزارت او د کورنيو او بهرنیو موسساتو ترمینځ د ۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د همکاریو ۱۶ تړونونه لاسلیک شول
کابل- پوهنې وزارت: د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کي د کورنيو او بهرنیو موسساتو ترمینځ د ۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د همکاریو ۱۶ تړونونه امضاٌء شول .
نوموړي تړونونه د چنګاښ ۲۳ نیټه پوهنې وزارت کي د رسنیو په وړاندی لاسلیک شول.
پوهنې وزیر داکتر بلخي پورتني تړونونه په هیواد کي د محلی زده کړو ټولګیو جوړول، د سواد زده کړي کورسونو،د کانکور چمتووالي ټولګيو،د عامه پوهاوي پروګرامونو،د چټکو زده کړو ټولکيو،په ښوونځي کي د شاملیدو نه مخکي زده کړو او د بیړني حالت زده کړو په برخو کي تر سره شول.
پورتني تړونونه ډاکتر بلخي په هیواد کي د زده کړو ظرفیت لوړول د ښوونې او روزنې پياوړتیا،د پوهنې وزارت د همکاری شورا، تعلیمي بنسټونو، له لاری د ښه او مناسب چاپیریال را مینځ ته کیدل وبلل.
توماس فیلچر د سویس هیواد پراختیایي همکاریو اداري مشر (په افغانستان کي د زده کړو کیفیت لوړوني پروژه ) د تعلیمی ناظرینو ظرفیت لوړول او په هیواد کي د ښوونيز بهیر ښه والي يي زیاد مهم و باله او د افغان ماشومانو د روزني لپاره يي د نورو ژمنو وعده هم ورکړه.
