د میدان وردګ ولایت له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه
د پوهنې د يو تن مینهوال محترم انجنیر هدایتالله وردګ له لوري، د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له شهید ډاکټر اسدالله لومړني ښوونځي سره، د ۳۲۰۰ امریکایي ډالرو نغدي مرسته شوې ده.
د یادې مرستې یوه برخه به د ۲۰۰ تنو زدهکوونکو لپاره د ژمنیو جامو په برابرولو او پاتې برخه به د ښوونځي د اړینو تجهیزاتو په پېرلو او د ودانۍ په بیارغونه کې ولګول شي.
