د ملک په پنځو ولایتونو کې د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینسي پروژو نندارتونونه جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۴۲
455

په کندوز، تخار، میدان‌وردګ، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې د ولسوالیو او ولایتونو د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس، ټکنالوژۍ او د ریاضياتو اړوند علمي پروژو سیالۍ او نندارتونونه جوړ شول.
یادې برنامې د پورته ذکر شويو ولایتونو د سیمه‌ییزو مسوولینو او د پوهنې ریاستونو د چارواکو په حضور کې، د زده‌کوونکو د علمي استعدادونو د پېژندنې، علم او پوهې ته د هغوی د هڅونې او په زده‌کوونکو کې د نوښت او ابتکار د روحیې پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې.
همدارنګه، د هر نندارتون په پای کې ممتازو زده‌کوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او د زده‌کوونکو د علمي استعدادونو د ودې په برخه کې د ښوونکو او مسوولینو له همکاریو او هڅو قدرداني وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د دایکندي ولایت په یوه ښوونځي کې نوې ودانۍ جوړه شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سفيدپشته لرګر منځني ښوونځي نوې ودانۍ په ولسي مرسته د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو لګښت سره جوړه او د پوهنې مسوولینو، علماءکرامو، سپین‌ږیرو او سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

په کاپیسا کې ۱۳ تنه د سواد زده‌کړې له ټولګي فارغ شول

د کاپیسا ولایت د مقام ۱۳ تنه خدماتي اجیران، چې د پوهنې وزارت له لوري يې د سواد زده‌کړې ٩ مياشتنى ټولګی بشپړ کړی و، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي په حضور کې په. . .

BACK TO NEWS