محترم مولوي صدیق‌الله محسن د بادغیس ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۳۷
68562

محترم مولوي صدیق‌الله محسن د بادغیس ولایت د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د پوهنې ریاست کارکوونکو په حضور کې، د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په يادو مراسمو کې د بادغیس ولایت د مقام مرستیال د مسوولیت‌پذیرۍ، صداقت او اخلاص له مخې د دندو په ترسره کولو، د کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ او د ښوونیزو او روزنیزو چارو پر لاښه‌والي ټینګار وکړ.
په ورته مهال، محترم مولوي صدیق‌الله محسن د پوهنې وزارت له مقام څخه د ورسپارل شوي باور له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مسوولینو او کارکوونکو په همکارۍ به د ښوونیزو او روزنیزو چارو د پرمختګ، د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ښوونځیو د ستونزو حل په برخه کې به هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ولایت د یوه ښوونځي زده‌کوونکو د رياضي  په نړۍوالو سیالیو کې مډالونه وګټل

د کندهار ولایت د شاه حسین هوتک افغان ـ ترک لېسې ۳۹ تنو ممتازه زده‌کوونکو د ۲۰۲۶ میلادي کال د رياضي په نړۍوالو سیالیو کې چې د ټایوان هېواد په کوربه‌توب ترسره شوې، د پام وړ بریاوې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۵۴
Background image

په جوزجان کې ۳ ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تجهیزات ووېشل شول

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار سربېره د فیض‌آباد او آقچې ولسوالیو ۳ ښوونځیو ته پنځه قلمه ښوونیز وسایل او تجهیزات د ۷۷۱ زره او ۵۱۱ افغانیو په ارزښت ووېشل شول.
یاد وسایل او تجهیزات چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۵۱
Background image

په خوست کې له ۸۱ تنه راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

په خوست ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ځانګړې ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۸۱ تنو زده‌کوونکو ګډون کړی و،. . .

BACK TO NEWS