په غور کې د څه کم ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۲۷
251251

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د سیدآباد لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د دغه ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې افتتاح او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام‌محمد کاظم، د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې علم او پوهه د ټولنو د پرمختګ او ترقۍ بنسټ وباله او څرګنده یې کړه، چې له علم او پوهې پرته د پرمختګ او پراختیا لار نه هوارېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې ټول وګړي مسوولیت لري، څو د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په کندهار کې له ۸۶ راستنو شویو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

د کندهار ولایت پوهنې ریاست په کچه له ۸۶ تنو راستنو شویو ماشومانو څخه د زده‌کړو کچې معلومولو په موخه ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په بشپړې روڼتیا او دقت ترسره شوه، څو د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS