د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولايتونو اړوند ښوونځیو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتيا
څرنګه چې ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پای ته رسېدو په حال کې دی، نو د اقلیمي بدلون د لایحې او کړنلارې له مخې، د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولایتونو د نهاري ښوونځیو اړوند زدهکوونکو او سامعینو، راستنېدونکو کډوالو او شپې لېسو کلنۍ ازموینې په لاندې ډول اخیستل کېږي:
۱- د ډېرو سړو سیمو او ولايتونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د ښوونځیو ازموینې د تلې/ مېزان میاشتې په ۲۵مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر پایه يې دوام درلود.
٢- د ډېرو سړو سيمو او ولايتونو له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې د لړم/ عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام لري.
٣- د سړو سیمو او ولايتونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې اړوند ښوونځیو د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.
٤- د سړو سيمو او ولايتونو له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ/قوس میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام کوي.
•- د سامعینو ازموینه:
هغه غوښتونکي چې د ښوونځیو د ثانوي دورې د ازموینو د لایحې د ۴۸مې مادې له مخې یې اړین اسناد بشپړ کړي وي، ازموینه به یې د کلنیو ازموینو په لړ کې د نهاري ښوونځیو له نورو زدهکوونکو سره یوځای واخیستل شي.
•- د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ازموینه:
هغه راستنېدونکي کډوال ماشومان چې د زدهکړې ټولګي یې تثبیت شوي وي; خو عمرونه یې په نهاري ښوونځیو کې د شمولیت له شرایطو سره سمون ونه لري او په اړوند ولایت یا ولسوالۍ کې شپې لېسه هم موجوده نه وي، د کډوالو د کړنلارې د ۱۶مې مادې له مخې به د ازموینو د لایحې د ۴۸مې مادې د (الف، ب، ج او د) فقرې له شرایطو پرته، په استثنايي ډول په یوه نهاري ښوونځي کې ازموینه ورکوي.
•- د شپې لېسو ازموینې:
- د شپې لېسو د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې د کب/حوت میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام کوي.
- د شپې لېسو د دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې د سلواغې/دلو میاشتې په ۱۵مه پیلېږي او د کب/ حوت میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام کوي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
