په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
;jljlk

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰ زده‌کوونکي او ۹۲۴ ښوونکي، چې مخکې یې په ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو کې ګډون کړی، له یادو مرستو برخمن شي. 
د دې پروګرام اساسي موخه د تدریس او زده‌کړې لپاره د اړینو امکاناتو برابرول، د ښوونکو د ښوونیزو وړتیاوو پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې بهیر اسانه کول او په ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت لاښه والي لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS