د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
طرزر

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه٠

٤- په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې٠

٥- د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له لوري د بغلان ولایت برکې او خوست ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ ښوونکو ته د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په برخو کې علمي او نظري روزنیز پروګرام ترسره شو.

٦- په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول٠

۷- د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

۸- د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

۹- تېره اوونۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو آورېدلو وزارت پلاوي لخوا، د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب او اداري چارو سربېره، د مرکزي هستې د کارکوونکو د سیرت او صورت ارزونه ترسره شوه.

۱۰- د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۱۱- د غزني ولایت  واغظ ولسوالۍ اړوند نوآباد لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د سیمې د اوسېدونکو له لوري پر ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کېښودل شوه.

۱۲- د کاپیسا ولایت د ښوونځیو ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترويج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه.

۱۳- د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي سره وکتل.

۱۴- د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني په مشرۍ پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد او د پوهنې ریاست د اړوندو برخو له یو شمېر مدیرانو سره د همغږۍ او مشورې په غونډه کې وکتل.

۱۵- د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د میدان وردګ ولایت چک او سیدآباد ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ تنو ښوونکو ته د ریاضیاتو، فزیک، کېمیا او بیولوژي مضمونونو په برخو کې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه. په دې برنامه کې ښوونکو ته د چاپېریال د شته موادو او امکاناتو په کارولو سره د علمي تجربو د ترسره کولو روزنه ورکول کېږي.

۱۶- د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ عطرالنساء دیني مدرسې د ساحې پراختیا په موخه، درېیو پوهنې‌دوسته کسانو هر یوه محترم نصیر احمد، محترم محراب‌الدین او محترم عبدالجمیل، یادې مدرسې ته شاوخوا ۱۱ بسوې ځمکه وقف کړې ده.

۱۷- د بلخ ولایت دولت‌آباد ولسوالۍ اړوند د تلي‌ګګ او زادیان لېسو ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د یو میلیون او ۸۰۳ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

۱۸- د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د افغان ترک ښوونځي د زده‌کوونکو له لوري جوړې شوې څه باندې ۶۰ علمي او ټکنالوژیکي پروژې نندارې ته وړاندې شوې.

۱۹- د بغلان ولایت پوهنې ریاست، له ١٥٢ راستنو شویو زده‌کوونکو څخه د تعليمي کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۲۰- د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کونړ ولایت په کچه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۴ میلیونه، ۸۵۶ زره او ۸۲۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

۲۱- د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د لومړۍ تعلیمي حوزې اړوند د عاشقانو او عارفانو ام/ارتي ښوونځي کې په یوه اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ او د یادې تعلیمي حوزې مسوولينو، د ښوونځي ښوونکو او زده‌کوونکو ته یې هراړخيزه علمي وینا وکړه.

۲۲- د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د لوى رئیس محترم مولوي محمد یوسف ثاقب او د ودانيو او املاکو د رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته په رسمي سفر کې، د اسلامي ام/ارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ، د ازبکستان هېواد له لوري جوړه شوې د خیرالمدارس امام بخاري رح مدرسه د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته وسپارله.

۲۳- د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په حضور کې، د کابل ښار ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه٠

۲۴- په بامیان کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه٠

۲۵- د پکتیا ولایت د ساینسي مضمونونو ۱۲۶ تنو ښوونکو لپاره د تدریسي کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.

۲۶- د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د دغه ولایت  زرمت ولسوالۍ اړوند کوتي‌خېل لېسې د نوې ودانۍ جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د ودانیزو چارو د پرمختګ بهیر یې له نږدې وارزاوه.

۲۷- د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

۲۸- د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

۲۹- په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې یادې پیسې د ښوونځیو د ترمیم او درېیو نویو درسي ټولګیو جوړولو په برخو کې په اغېزمن ډول لګول شوې دي.

۳۰- د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ  سلام‌خېل لېسې لپاره د دوو علم پروره ځوانانو په مالي ملاتړ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت ازمېښتوني توکي وپېرل شول.

۳۱- د میدان‌وردګ ولایت د کوه‌ګرد عالي لېسې له بې‌وزلو زده‌کوونکو سره د یوه معارف دوست ځوان له لوري د ۱۲۴ زره افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۱۵۵ کڅوړې مرسته وشوه.

۳۲- د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه٠

۳۳- د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.

۳۴- پکتیا کې اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه٠

۳۵-پوهنې وزارت له لوري، د برېښنایي انرژۍ د تأمین او د اداري چارو او ورځنیو فعالیتونو لاښه پرمختګ په موخه، د بغلان ولایت پوهنې ریاست ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

۳۶- د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو٠

۳۷- د پوهنې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او دوه‌اړخیزه همکاریو غونډه جوړه شوه٠

۳۸- د ښوونیز نظام د وړ بشري ځواک د تأمین او د وړتیا پر بنسټ د ګومارنې اصل د پیاوړتیا په موخه، د دایکنډي ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ۱۰۶ خالي ښوونیزو بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

۳۹- د کابل ولایت اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي استعدادونو د پېژندنې، د نوښتګر تفکر د پیاوړتیا او د څېړنې او نوښت کلتور دودولو په موخه د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو.

۴۰- د بامیان ولایت د اداري چارو ښه والي او د ښوونیز بهیر ملاتړ په موخه، د دغه ولایت پوهنې آمریتونو او ښوونیزو بنسټونو ته د ۶۸۷ زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت قرطاسیه او اداري توکي ووېشل شول.

۴۱- د جوزجان ولایت د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۱۱۳ زره زده‌کوونکو ته د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه.

۴۲- د سمنګان ولایت پوهنې ریاست، د کډوالو او راستنېدونکو ماشومانو لپاره د زده‌کړې زمینې برابرولو په موخه، له ۷۳ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د هغوی د ښونیزې کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۴۳- د ښوونیز چاپېریال ښه والي، د درسي مناسبو اسانتیاوو برابرولو او د زده‌کوونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د خاتم‌الانبیاء (صلی‌الله علیه وسلم) لېسې د زده‌کوونکو ۸۰ خراب شوي مېزونه او څوکۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.

۴۴- د پوهنې وزارت له لوري د بغلان ولایت د پلخمري ښار او برکه، نهرین، بغلان جدید، دهنه غوري، دوشي او ډنډغوري ولسوالیو په ۱۵۴ ښوونځیو کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د ښوونیزو مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.

۴۵- د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د ښوونیزو معیارونو د پلي کېدو او د کاري مسوولیتونو ترسره کولو په موخه، د کابل ښار د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د حمایوي څارنې او ارزونې بهیر پیل شو.

۴۶- د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ، تقاريرو او ساینسي علومو په سیالیو کې د ممتازو طلابو او زده‌کوونکو د ستاینې په موخه، یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.

۴۷-  د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ لوړپوړي پلاوي فراه ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د ياد ولایت له والي، د علماوو شورا له رئیس او غړو، د استخباراتو له رئیس، د پوهنې له مسوولینو او د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو سره په جلا جلا لیدنو کې خبرې وکړې.

۴۸- په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه٠

۴۹- په کابل ښار کې د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د عملي زده‌کړو د امکاناتو ارزونه پیل شوه٠

۵۰- په بغلان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ښوونیزو توکو وېش لړۍ پیل شوه٠

۵۱- په بغلان کې د زده‌کوونکو ۸۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم او بیا ورغول شوې٠

۵۲- د سمنګان ولایت پوهنې ریاست، د کډوالو او راستنېدونکو ماشومانو لپاره د زده‌کړې زمینې برابرولو په موخه، له ۷۳ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د هغوی د ښونیزې کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۵۳- په جوزجان کې د شاوخوا ۱۱۳ زره زده‌کوونکو لپاره د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه٠

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS