په بامیان کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه
د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ اړوند ښوونځیو ۴۴ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ۱۲ ورځنۍ روزنیزې برنامې دویم پړاو پیل شو.
د دغې روزنیزې برنامې ګډونوالو د ورته پروګرامونو له جوړېدو مننه وکړه او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، په ځانګړي ډول د ساینسي علومو او عملي زدهکړو په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
