په سرپل کې د ښوونځیو څه کم ۱۰۰۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د سرپل ولایت په ښوونځیو کې ۹۸۰ خراب مېزونه او څوکۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
دغه بهیر د ښوونیزو وسایلو د بیا رغونې، د هغوی د لا ډېر خرابېدو د مخنیوي او په ښوونځیو کې د زړو مېزونو او څوکیو د بیا کارونې د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوی دی.
