د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۵
8

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي، چې د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري یې هم ملتیا کوله، بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید حفیظ‌الله معتصم‌بالله او د پوهنې ریاست د برنامو له آمرینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پلاوي د سفر د موخو، د تطبیق شویو پروګرامونو د ارزونې د اهمیت، له ټاکل شویو معیارونو سره د فعالیتونو د مطابقت کچې د څېړنې او د ښوونیز نصاب او مسلکي ودې اړوندو پروګرامونو د کیفیت د ښه‌والي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د بغلان پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تخصصي ارزونو، اغېزمنې څارنې او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ډول سفرونه یې د ښوونیزو او پراختیایي پروګرامونو د کیفیت لاښه‌والي لپاره اغېزمن وبلل.
یاد پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تطبیق شویو پروګرامونو د هر اړخیزې څېړنې، د فعالیتونو د اغېزمنتیا د ارزونې او ښه‌والي د فرصتونو د پېژندلو موخې تعقیب کړې او د پروګرامونو د تطبیق پر مهال یې د علمي او مسلکي معیارونو پر رعایتولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۳۹
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت  واغظ ولسوالۍ اړوند نوآباد لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د سیمې د اوسېدونکو له لوري پر ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۳۱
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

BACK TO NEWS