په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه
د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجمالدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد د سیمې د خلکو له دغه نېک اقدام څخه د مننې ترڅنګ، له ولسونو وغوښتل چې د ښوونې او روزنې په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او خپل ماشومان ښوونیزو مرکزونو ته ولېږي.
