مطبوعاتي بلنليک
ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ په حضور کې، د مرکز او ولایتونو پوهنې ریاستونو لپاره د لابراتواري وسایلو او توکو د وېش بهیر پیل او ترسره شي.
وخت: د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ.ق، د ۱۴۰۵/۷/۱۵ ل کال نېټې سره سم، د سهار ۹:۰۰ بجې;
ځای: د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رياست تالار، د کارته چهار سیمه، د غزني سرای ته څېرمه.
له درنو رسنیو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې د دغه مناسبت د خبري پوښښ په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
