د تعلیمي مرکزونو د جوړولو او رغونې په برخه کې د پوهنې وزارت لاسته راوړنې
په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۳۶۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ۴۱۶۰ نورې بیارغول شوې دي
په تېرو پنځو کلونو کې د ټول افغانستان په کچه د ۱۳۶۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۴۱۶۰ نورو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۲ نورو ښوونځیو او مدرسو د نویو ودانیو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي. په همدې موده کې د ۱۶۰ ښوونځیو او مدرسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې هم بشپړې شوې دي.
د دغو ودانیو له جوړېدو او بیارغول کېدو سره لسګونو زرو زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال برابر شوی دی.
