په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې ودانۍ جوړولو لګښت د سیمې د پوهنېدوستو خلکو له لوري ورکول کېږي او دغه ودانۍ نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي، اداري خونې او نورې اړینې برخې ولري چې تر بشپړېدو وروسته به د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شي.
