په لوګر کې ۴۱ ښوونځیو ته د عملي او ازمېښتوني زدهکړو مرستندویه وسایل ووېشل شول
د پوهنې وزارت له لوري د لوګر ولایت د ۴۱ لېسو او منځنیو ښوونځیو ازمېښتونونو او کمپیوټرخونو ته اړین برېښنایي او ښوونیز وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ دی، چې پکې ۵۰ انچه لویې دېوالي پردې، پروجکټورونه، سکنرونه، المارۍ، د ریاضي مضمون د عملي زدهکړو اړین توکي، ښوونیزې لوحې، د ساینس او ریاضي مضمونونو د عملي او تجربوي زدهکړو اړوند ښوونیزې سيډيګانې شاملې دي.
