د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینيت پلاوي د ننګرهار ولايت د دره‌نور ولسوالۍ له ښوونیزو مرکزونو لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۱
ظزسشزظطز

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینيت پلاوي د ننګرهار ولایت دره‌نور ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له دوو ښوونیزو مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ، د مسلکي پراختیا د غړو له روزنیزو فعالیتونو او دندو څخه څارنه وکړه.
ياد پلاوي له پوهنې مسوولينو او علمي غړو سره د روزنیزو برنامو په اړه د خبرو سربېره، د ښوونیز کیفیت لا لوړوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
بل خوا سیمه‌ییزو چارواکو د وزارت له مسوولينو څخه د هرکلي ترڅنګ، د ښوونیز بهیر لا ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS