په میدان وردګ کې د یوه دارالعلوم لپاره د اوبو څاه وکیندل شو
د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند الفتح دارالعلوم لپاره د څښاک پاکو اوبو د اړتیا پوره کولو په موخه، د علمپال شخصیت محترم قاري سمیعالله محمدي له لوري د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.
د یاد څاه په کیندلو سره به د زدهکوونکو او ښوونکو د اوبو اړتیاوې پوره او هغوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
