د یو شمېر ولایتونو په دیني مدارسو کې د قدرمنو طلابو علمي ظرفیت لوړونې ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۵
cdz\c

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري د قدرمنو طلابو د علمي وړتيا لوړونې په موخه، په صرف او نحوې مضمونونو کې رقابتي ازموینه د لوګر، غزني، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې واخیستل شوه.
دغه ازموینه د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست د رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ د استول شوي پلاوي له لوري په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوه.
د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې د ازموینې پایلې د پنجشنبې ورځ په اړوندو ولایتونو کې اعلان او بریالیو ګډونوالو ته تر لسم مقام پورې ځانګړې جایزې هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې لپاره اړین وسایل وپېرل شول

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ رحمانیه دیني مدرسې لپاره د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۵۵ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت اړین توکي وپېرل شول.
په پېرل شویو توکو کې د خونو لپاره فرشونه، یوه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند غازي عبدالکبیرخان عالي لېسې لپاره د ښوونیزې شورا په مالي ملاتړ د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو.
د مسوولینو په وینا، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

په لوګر کې له ۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د جامو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ درې بابه ښوونځیو اړوندو۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د نویو جامو مرسته وشوه.
یاده مرسته د علمي شخصیت ډاکټر خوش‌رنګ احمدزي له لوري د ازرې. . .

BACK TO NEWS