په پنجشېر کې د حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت سره د درسي توکو مرسته وشوه
د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علمپرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملکزاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دې مرسته کې ۳۳ مېزونه او څوکۍ، ۲۰۰ ټوکه کتابچې، قلمونه او د زدهکوونکو نور اړین درسي توکي شامل دي.
