حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې؛ د پوهنې وزارت د یو کال کړنو او لاسته‌راوړنو راپور وړاندې شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۱۳
65465

 د اسلامي ام/ارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت مهمې لاسته‌راوړنې او کړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې.
د معلوماتو له مخې، په یاد کال کې د ملک په کچه د ۲۳۸ بابه ښوونځیو او دیني مدارسو لپاره نوې ودانۍ جوړې او د ۹۷۰ نورو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي. 
همدارنګه، په ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۱۱ میلیونه ۲۷۳ زره او ۷۸۵ تنه زده‌کوونکي ثبت شوي، چې له ډلې یې ۷ میلیونه۶۲۰ زره او ۶۴۰ تنه په عملي توګه په زده‌کړو بوخت دي.
 سربېره پر دې، ۲ میلیونه ۴۴۴ زره او ۷۵۲ تنه طلاب العلم په دیني مدارسو کې پر زده‌کړو بوخت دي.
په همدې موده کې د هېواد په کچه د ۴ زره او ۹۷۳ سواد زده‌کړې مرکزونو له لارې ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرامونه وړاندې شوي او ۸۲ زره ۸۳۲ تنه راستنېدونکي کډوال په ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي دي.
د راپور له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۲۸۳ زره او ۶۶۵ قطعې شهادتنامې صادرې او ۴۸ زره ۳۲۳ قطعې شهادتنامې د مهر او تأیید لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې دي.
 دغه راز، د ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د وړتیا لوړونې او روزنې پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
په ورته مهال، د کارموندنې په برخه کې، ټولټال ۱۰ زره او ۶۰۲ کسان په بېلابېلو بستونو کې ګمارل شوي، چې ۵ زره او ۴۸۱ تنه ښوونکي، ۲ زره او ۱۰ تنه د مدارسو مدرسین، ۲ زره او ۱۷ تنه اداري کارکوونکي او ۱ زره ۹۴ تنه د ښوونکو د روزنې او علمي بستونو اړوند کسان دي.
همدارنګه، د روڼتیا، د چارو د چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۴۲ بېلابېل سیسټمونه نوي او فعال شوي او تر دوامدارې څارنې لاندې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۳۸
Background image

د شمال زون اړوندو ولایتونو له پوهنې مسوولینو سره د پوهنې وزارت مشرتابه علمي او مشورتي ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده او مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا، د بلخ ولایت پوهنې ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۶
Background image

په بامیان کې د پوهنې ۱۰۵ اداري، ښوونیز او خدماتي بستونه اعلان شول

د بامیان ولایت پوهنې ریاست اړوند ۱۰۵ اداري، ښوونیز او خدماتي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي/ سنبلې میاشتې له ۸مې څخه د لړم/ عقرب تر ۱۸مې نېټې پورې اعلان شول.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۳ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۳ درسي ټولګیو جوړولو چارې د ښوونځي د ادارې او سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د ياد. . .

BACK TO NEWS