د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
5454

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو پخوانی رئیس محترم محمد عثمان حریت، د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شول.
د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د پورته ذکر شویو رئیسانو د پېژندګلوۍ پرمهال، د هغوى د اغېزناکو خدمتونو له امله د قدردانۍ ترڅنګ، په ورسپارل شويو مسوولیتونو کې د بریالیتوب او لا ډېرو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
په همدې مراسمو کې د تدارکاتو او علمي څېړنو رياستونو نويو رئیسانو، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د ورسپارل شویو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره له اړوندو ادارو سره صادقانه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS