په پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه
د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند د سپینه عالي لېسې ودانۍ، چې دهلېزونه او درسي ټولګي هم پکې شامل دي، د سیمې د خلکو په مرسته د ۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګ شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، په دې اړه ویلي: «موږ باور لرو چې د دغه شان همکاریو له لارې نه یوازې د زدهکړې کیفیت ښه کېږي، بلکې د خلکو او دولت ترمنځ د باور فضا هم پیاوړې کېږي.»
