په بلخ ولایت کې ښوونځیو ته د څه باندې ۹۵.۱ میلیون افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول
څه موده مخکې د يو همکار بنسټ لخوا، د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته د ۹۵ میلیونه او ۱۴۵ زره افغانیو په ارزښت قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي وو، چې اوس د یاد ولایت ۲۵۲ زره زدهکوونکو او ۶ زره او ۵۴۴ ښوونکو ته ووېشل شول.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف عثماني، د پوهنې له همکارو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د یاد ولایت له ښوونځیو سره ۵۴۲ کڅوړې اداري توکي هم مرسته شوي دي، چې د ښوونیزو بنسټونو یو شمېر اړتیاوې یې تر یوه بریده پوره کړې دي.
