د مدارسو او ښوونځیو لپاره د ځمکو د وقف په لړۍ کې; دا ځل د هرات ولایت پوهنې ته څلور نیم جریبه ځمکه وقف شوه
د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره د خلکو د همکاريو په دوام، دا ځل د هرات ولایت د اوبې او ادرسکن ولسوالیو معارفپالو اوسېدونکو، ټولټال شاوخوا څلور نیم جریبه ځمکه چې ارزښت یې یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف کړه.
د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، څرګنده کړه چې دغه وقف شوې ځمکې د اوبې ولسوالۍ د خواجه شمسالدین لېسې او د ادرسکن ولسوالۍ د شاهبد لومړني ښوونځي د ودانیو جوړولو لپاره ځانګړې شوې دي.
