د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې
د لوګر ولایت علمپالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې، د یوه ښوونځي لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوې، د ۱۳ بابه ښوونځیو لپاره د ۲ څخه تر ۶ پخو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې، په ۷ ښوونځیو کې د کمپیوټر د عملي زدهکړو مجهزې څانګې رامنځته او فعالې شوې، د یوه ښوونځي د ودانولو لپاره درې جریبه ځمکه وقف شوې، په ۴ دیني مدارسو او ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او فعال شوي، د ژورو څاهګانو په کیندلو سره ۵ بابه ښوونځیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې، د دوو ښوونځیو لپاره سیوري جوړ شوي او له دې سربېره، د دیني مدارسو او ښوونځیو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره په نورو بېلابېلو برخو کې هم اړینې مرستې ترسره شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د یاد ولایت له علمپروره اوسېدونکو څخه د پوهنیز نظام د مادي او معنوي ملاتړ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني کوي.
