په لوګر ولایت کې له یوه ښوونځي سره د ۴۵ زره افغانیو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۰
14

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ له مرکزي لېسې سره د یادې لېسې د دوو تنو فارغانوهریو محمد آصف محمدي او عبدالواحد حسین‌خېل له لوري د ۴۵ زره او ۵۵۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
ټاکل شوې دغه مرسته د لېسې د غونډو ترسره کولو لپاره د یوه فلزي سیوري جوړولو په برخه کې ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې د روان تعلیمي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت اوسېدونکو د پوهنې ملاتړ په موخه د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره په ټولیز ډول له ۱۰ میلیونو افغانیو څخه ډېره مالي مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د علم‌پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه قدرداني کوي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې د زده‌کړې او روزنې د بهیر پیاوړتیا لپاره مرستې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځيو۸۹ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره روزنیزه غونډه جوړه شوه

د بامیان ولایت مرکز اړوند ۸۹ تنو ښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره "د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیزه غونډه پرانیستل شوه.
 په دغه درې ورځنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې 

د لوګر ولایت علم‌پالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې. . .

BACK TO NEWS