په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو
د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد ورکشاپ اساسي موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د تدریس د اغېزناکو لارو چارو دودول دي؛ ترڅو د ښوونې او روزنې کیفیت لا پسې ښه شي. هغوی له ګډونوالو وغوښتل چې له وړاندې کېدونکو موضوعاتو اعظمي ګټه واخلي.
