د لوګر ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۰
51251

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار د کډوالو په ښارګوټي کې د شمس‌المدارس دیني مدرسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد سیسټم د یوه علم‌پال او معارف‌دوست شخصیت حاجي شاه‌ولي زمان‌خېل په شخصي لګښت نصب او فعال شوی، چې د جوړېدو او فعالولو لپاره یې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ مصرف شوې دي.
دغه لمریز سیسټم ۸ د لمریزې برېښنا تختې، بېټرۍ او نور اړین تجهیزات لري، چې د مدرسې د برېښنا اړتیاوې به تر ډېره بریده پوره او د ښوونیز بهیر په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې. . .

BACK TO NEWS