د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۴۴
شیبطیزرط

د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویو توکو ۱۰ زره او ۱۲۲ کڅوړې ووېشل شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره د درسي مرستندویو توکو ۲ زره او ۸۱۷ کڅوړې او د زده‌کوونکو لپاره د قرطاسیې، ښوونیزو بکسونو او نورو اړینو توکو ۷ زره او ۳۰۵ کڅوړې شاملې دي.
یادې مرستې د یوه همکار بنسټ لخوا د پوهنې ریاست د منظم پلان له مخې د دغه ولایت پر مستحقو ښوونکو او زده‌کوونکو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS