د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
54541

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او کفيل الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د متحدو او متمرکزو ازموینو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او  له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه بهیر لا ښه تطبیق لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

۲- د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د دیني مدارسو ۱۵۰ تنو مهتممینو او ناظمینو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

۳- د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

۴- د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS