د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه
لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخوابشانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې.
همدارنګه د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۲۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټم هم نصب او فعال شو.
میدان وردګ
د ميدان وردګ ولايت سیدآباد ولسوالۍ اړوند بيبي آمنې لېسې لپاره د حاجي جلالالدین په مالي ملاتړ د ۸۰ زره افغانیو په لګښت دروازې او کړکۍ ولګول شوې.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ مرادخواجه لېسې لپاره د یوه علم پرور شخص لخوا د ۱۳۳ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۳۵ متره ژوره څاه، د اوبو ذخیره او اړین نلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
پکتیکا
د پوهنې وزارت د نشراتو ریاست له خوا لېږل شوي ۳۱۳ زره او ۹۸۲ ټوکه د نوي نصاب درسي کتابونه د ياد ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته ووېشل شول.
