د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز
۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
دغه ځمکه د سیمې د علمپرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ برابر شوی دی.
۲- د «اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.
۳- د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زدهکوونکو د زدهکړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
۴-د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
