د هرات ولایت په ښوونځیو کې د زدهکوونکو ترمنځ د علمي او کتاب لوستلو سیالي ترسره شوه
د هرات ولایت پوهنې ریاست د یوه همکار علمي بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت کرخ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۲۰۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ علمي او کتاب لوستلو سیالي ترسره کړه.
د دغه پروګرام موخه د زدهکوونکو د علمي، فکري او فرهنګي کچې لوړول او د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودول بلل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د سیالۍ غوره زدهکوونکو ته ارزښتناکې ډالۍ هم په پام کې نیول شوې دي.
