د کابل ولایت د پوهنې ادارو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴
ظپزظطز

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو اړوندو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره له ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په هممهاله توګه د کابل ښار په عبدالرحمن جامع جومات او د شکردرې ولسوالۍ په قلعه مرادبېګ لېسه کې د مسوولینو او څارونکو پلاويو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینې پر مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د یادو بستونو لپاره یې د آزادې سیالۍ له لارې د وړ او مستعدو کسانو د ګومارنې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروسې اساسي موخه د پوهنیز نظام معیاري کول، د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا او د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت لوړول دي.
همداراز، د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د يادو بستونو د اعلان، نوم‌لیکنې، شارټ‌لېسټ او رقابتي ازموینې بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ټوله پروسه په بشپړه روڼتیا، عدالت او بې‌طرفۍ سره ترسره کېږي او د ازموینې پایلې به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې اعلان شي.
د چارواکو په وینا، د آزادې سیالۍ له لارې د وړ اشخاصو ګومارل د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، تر څو د ملک په ښوونیز نظام کې د کیفیت د لوړوالي او اغېزمنتیا لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کندهار ولایت یو شمېر ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ته روزنیزه برنامه پيل شوه

د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د نويو ګومارل شویو مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته د «اغېزمنه ښوونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

په خوست کې یوه ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه

د خوست ولایت په مرکز کې( د سرکیو بوړیو) ښوونځي لپاره د ۱۹۷ زره او ۹۷۵ افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
په دې پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو ټانکرونه، پایپونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د هرات ولایت په مرکز کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په مرکز کې د کارته امین ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د هرات ولایت والي محترم مولانا نوراحمد اسلام‌جار او د. . .

BACK TO NEWS