په غزني ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۲ بابه ښوونځیو بیارغونه بشپړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۴۲
59

د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند د سوکه او لعلچک لېسو د ترمیم او تجهیز پروژې، چې څه موده وړاندې د بهر مېشتو خیر غوښتونکو په مالي ملاتړ د ۱ میلیون ۲۵ زره او ۴۱۲ افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د لمریز برېښنا سیسټم نصبول، د دروازو ترمیم، رنګ‌مالي، د احاطوي دېوالونو جوړول او زده‌کوونکو ته د مېزونو او څوکیو برابرول شامل وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS