د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۰:۱۹
اباتب

له شنبې څخه تر پنجشنبې( ۱۴۰۵/۲/٢٦ ل  څخه تر ۱۴۰۵/۲/٣١ ل نېټې پورې) 

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړو څارنيزو ټیمونو د کابل ولايت او ښار اړوندو په تعلیمې مرکزونو سربېره له ٤١ بابه امارتي او خصوصي ښوونځیو او مدارسو څخه څارنه وکړه٠
د دغو لیدنو پر مهال د زده‌کوونکو کانکور ازموينې بهير، د انګليسې او نورو عصري مضمونونو نصاب، سیرت، صورت، نظم، ډسپلین او اخلاقي وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزول شو او د ښوونیز چاپېریال لا ښه‌والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.
په ورته وخت کې، د یادو ښوونیزو مرکزونو لپاره د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د منظم تطبیق په موخه مناسب مبلغین وټاکل شول، تر څو د دعوت او ارشاد د نصاب د تدریس چارې پر مخ یوسي او د زده‌کوونکو تر منځ فکري، اخلاقي او اصلاحي بهیر لا پیاوړی شي.
سربېره پر دې، د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو لخوا، د پوهنې وزارت مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته مهم شرعي مسایل تشرېح او اصلاحي بیانونه وشول، چې موخه یې د ښوونیزو مرکزونو د منسوبینو او کارکوونکو دیني پوهې لوړول، د نصاب د ښه تطبیق تضمین او د اصلاحي فعالیتونو پیاوړتیا وه.
د پوهنې وزارت له ولایتي ریاستونو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د دعوت او ارشاد مسئولینو په ټولو ولایتونو کې د نصاب د تدریس ترڅنګ اصلاحي بیانونه، دیني ارشادات او اصلاحاتي پروګرامونه په منظمه توګه تطبیق کړي، چې پایلې یې مثبتې ارزول شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونځیو ته ښوونیز وسایل توزېع شول

د بامیان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تخنیکي تجهیزات وېشل شوي دي.
دغه اقدام د یوه خیریه بنسټ په مالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۵
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو ته د درسي موادو کڅوړې ووېشل شوې

د پوهنې یو همکار بنسټ، د زابل ولایت د ښوونځیو له ښوونکو سره ۱۰۵۰ کڅوړې درسي موادو مرسته  وکړه، کوم چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۷۷ زره او ۹۲۰ افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د هغوی د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو لپاره تعلیمي او روزنیزې غونډې پیل کړې.
په یاد. . .

BACK TO NEWS