په جوزجان ولایت کې د ښوونیزو پروژو جوړولو او بیارغونې چارې بشپړې شوې
د جوزجان ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې د تعلیمي برخې د ودانیزو، ترمیماتي او اوبو رسولو پروژو چارې، چې څه موده وړاندې د څه باندې ۱۳۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي لعلجان راشد وویل چې دغه پروژې د پوهنې ریاست له یوه همکار بنسټ سره په ګډه پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د شبرغان ښار د جلالآباد لېسې لپاره د ۱۰۳ زره او ۸۶۳ ډالرو په لګښت شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، تشنابونه، احاطوي دېوال، د اوبو څاه او د لمریز برېښنا په سیسټم سمبال د اوبو ذخیره جوړه شوې ده.
همداراز د شبرغان ښار د افشارخانې منځني ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۳۸۲ ډالرو په لګښت ۳۶۴ متره احاطوي دېوال جوړ شوی دی.
دغه راز د آقچې ولسوالۍ د ینګياریغ نجونو ښوونځي د څښاک اوبو څاه، د لمریز سیستم او د اوبو ذخیره هم ترمیم او بېرته فعاله شوې ده، چې ۸۴۵۳.۶۳ ډالر لګښت پرې راغلی او چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
