د ارزګان ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۴۵
سشیبسشیب

د ارزګان ولایت چهارچینو ولسوالۍ اړوند د ګرم‌آب او ګوهرګین لومړنیو ښوونځیو لپاره د دوو نویو ودانیو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسوولینو، د همکارو بنسټونو استازو او د سیمې د خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ د ۱۷ میلیونه ۱۱۴ زره او ۵۸۰ افغانیو په ټولیز لګښت په اساسي ډول جوړې شوې دي، چې ټولې اړینې تعلیمي اسانتیاوې لري او لسګونو زده‌کوونکو ته یې مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په زابل کې له راستنېدونکو کډوالو څخه ازموینه واخیستل شوه

د زابل ولایت پوهنې ریاست له ۹۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په رڼه او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې یاد ماشومان د خپلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د بادغیس پوهنې ریاست د مهمو کړنو لنډیز

د روان ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بادغیس پوهنې ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې ۹۹۰ تنه رسمي او حق‌الزحمه ښوونکي د آزادې سیالۍ له لارې ګمارل شوي، چې ورسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

په پغمان کې د زده‌کوونکو علمي سیالي او نندارتون جوړ شو

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په خواجه مسافر لېسه کې د ۱۱ اما/رتي او خصوصي ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ علمي سیالي او نندارتون جوړ شو، چې ۱۵۰ علمي او ساینسې پروژې پکې نندارې ته وړاندې. . .

BACK TO NEWS